dasfasdf
- 1403/07/02
- 35
د تحلیل او تجزیې عمومي مدیریت:
د هایدروکاربن لابراتوار په کابل کې د AOGC په مرکزي دفتر کې ځای پر ځای شوی دی. یاد لابراتوار د څرنګوالي (کیفیت) کنټرول آمریت یوه څانګه ده چې د ۱۴۰۲ لمريز کال تشکیل ته په کتو سره د تېلو او ګازو او د دوی د مشتقاتو د څرنګوالي کنټرولولو مسؤلیت پر غاړه لري. په لابراتوار کې، موږ ټول هایدروکاربن توکي د (C1 څخه تر C36) پورې د اټوماټیک او نیمه اټوماټیک وسیلو په واسطه معاینه کوو. زموږ مسلکي انجینران د نفتي توکو د ازموینې لړۍ د معیاري میتودونو په کارولو سره د پرمختللو وسیلو پر مټ ترسره کوي. که چېرته د ازمویل شويو توکو څرنګوالی ټیټ ثابت شي، بېرته لابراتوار ته لېږدول کېږي. د ازموینې پایلې زموږ د ټیم لخوا څېړل کیږي ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې د ازمول شویو توکو څرنګوالی د هیواد د ملي معیارونو او نورمونو سره سم دي او که یا، او په پایله کې ورته د څرنګوالي جواز صادروي.
همداراز، د سپکو او درنو هایدروکاربونونو د تثبیتولو لپاره یو مرکزي لابراتور شتون لري. په دې لابراتوار کې، کابو (۱۰) تنه تجربه لرونکي انجنیران کار کوي چې هره ورځ د هایدروکاربن توکو په معاینه کولو بوخت دي. د یادولو وړ ده چې د هایدروکاربونونو ازموینې لپاره له نورو هیوادونو څخه نوې آلې پېرل شوي دي چې دا د شرکت د عاید په زیاتوالي کې مهم رول لوبوي.
هغه آلې چې اوس مهال په لابراتوار کې ترېنه ګټه اخیستل کېږي په لاندې ډول دي: