د آمو سیند حوزې پروژه

د آمو سیند حوزې پروژه

افغانستان د هایدروکاربن ډېرې سرچینې لري، لېکن دا سرچینې تر ډېره بریده سپړل شوي نه دي او د سپړلو چارې یې تر اوسه په لومړي پړاو کې دي. که څه هم د یادو سرچینو څخه د ګټې اخیستې پر وړاندې ځیني ننګونې شتون لري خو د افغانستان اسلامي امارت واک ته د رسېدو وروسته یو لړ نوښتونه او اقدامات ترسره کړي دي. د افغانستان د اسلامي امارت له نوښتونو څخه یو نوښت د آمو سيند حوزې د سپړلو او تولید ګډ تړون (EPSC) دی چې د ۲۰۲۳ زېږدیز کال په لومړیو کې د افغان-چین د نفت او ګازو شرکت لخوا د آمو سیند حوزې د هایدروکابونونو د سپړلو، پراختیا او تولید په موخه د ۲۵ کلونو مودې لپاره لاسلیک شوی دی.

د یادونې وړ ده چې د یاد تړون پراخوالی یا مساحت ۴۵۰۰ کیلو مټره مربع دی چې د افغانستان درېو شمالي ولایتونو لکه جوزجان، سرپل او فاریاب کې غزېدلې ده. د تړون سیمه په لاندې پنځو برخو کې ټاکل شوې ده.

  • قشقري
  • انګوټ
  • آق دریا
  • زمردسای
  • بازار خمی

اوس مهال د آمو سيند حوزې څخه د نفتو ورځنی تولید کابو ۱۱۰۰ متره مکعبه دی او د EPSC اټکل له مخې د نفتو د ورځني تولید کچه به د تړون په پنځم کال کې لږ تر لږه ۵۳۵۷ متره مکعبو ته ورسېږي.  

وروستي تدارکات

ډیر ژر ...

وروستي خبرتیاوې

20240923073057_pe-purchase.webp
dasfasdf
  • 1403/07/02
  • 35
20240715100551_WhatsApp Image 2024-06-01 at 10.13.14_3ea88dec-min.webp

وروستي خبرونه

20250202080241_herat (1) (1).webp
20240924092045_pe-sales.webp
adsf
  • 1403/07/04
  • 35