د تېلو عرضه کول او وېش

د تېلو عرضه کول او وېش

 د نفوسو د زیاتوالي او د نفت او ګازو غوښتنې ته په پام سره، د افغانستان نفت او ګازو امارتي شرکت ژمن دی چې له کورنیو او بهرنیو سرچینو څخه په ګټې اخیستنې سره، د هیواد اوسېدونکو او وګړو ته د تېلو او ګازو با کیفیته محصولات وړاندې کړي. دغه شرکت له نړیوالو او ملي معیارونو سره سم په ټول هیواد کې د نفت او ګازو د عرضې او وېش لپاره زېرمې جوړې او ښې کړي دي.

 دغه شرکت د ملي اقتصاد د ملاتړ او د افغانانو د هوساینې په موخه هڅه کوي چې د هیواد په ټولو برخو کې په عادلانه او مساوي توګه تېل او ګاز ووېشي. دا شرکت د  هیواد په مختلفو برخو کې د انرژۍ د بنسټونو پراختیا او د تېلو او ګازو زېرمو د وړتیا لوړولو او وېشلو لپاره بېلابېلې پروژې پلي کوي.

د افغانستان نفت او ګازو امارتي شرکت په ساړه موسم کې د دولتي ادارو او بنسټونو د تېلو او ګازو اړتیا په درک کولو سره هڅه کوي، چې د دغو تولیداتو د تولید او وېش وړتیا په لوړولو سره په بازار کې د هغوی د کمښت او نه شتون مخه ونیسي. د یادولو وړ ده چې دا شرکت د ملي او سټراټيژیکو لومړیتوبونو له مخې دولتي ادارو او بنسټونو ته د تېلو د رسولو لپاره له کورنیو او بهرنیو سرچینو څخه کار اخلي.

دا شرکت د افغانستان وګړو لپاره د انرژۍ یوې مهمې سرچینې په توګه او د اوبلنو ګازو ارزښت ته په پام سره، هڅه کوي چې په آزاد بازار کې د اوبلنو ګازو په وړاندې کولو سره بیې په مناسبه کچه کنټرول کړي. دغه شرکت د ملي اقتصاد د ملاتړ او د افغانانو د هوساینې په موخه هڅه کوي چې تېل او ګاز د هیواد په ټولو برخو کې په عادلانه او مساوي توګه ووېشي.

وروستي تدارکات

ډیر ژر ...

وروستي خبرتیاوې

20240923073057_pe-purchase.webp
dasfasdf
  • 1403/07/02
  • 35
20240715100551_WhatsApp Image 2024-06-01 at 10.13.14_3ea88dec-min.webp

وروستي خبرونه

20250202080241_herat (1) (1).webp
20240924092045_pe-sales.webp
adsf
  • 1403/07/04
  • 35