د نفت او ګازو زېرمې

د نفت او ګازو زېرمې

د افغانستان نفت او ګازو امارتي شرکت د انرژۍ رسولو په برخه کې د هیواد په کچه یو ستر او مهم شرکت بلل کيږي. یاد شرکت په افغانستان کې د نفت او اوبلنو ګازو  د رسولو، وړاندې کولو، وېش او سوداګرۍ په برخه کې څه باندې ۶۰ کالو تجربې او تخصص په لرلو سره، د افغانستان د اقتصادي او ټولنیزې پراختیا له عاملونو څخه شمېرل کیږي. دغه شرکت له کورنیو او بهرنیو سرچینو څخه په ګټې اخیستنې سره د افغانستان د وګړو لپاره په ښه کیفیت او مناسبه بیه د نفت او ګازو تولیدات وړاندې کوي، چې د همدې موخې لپاره یاد شرکت په مرکز او ولایاتو کې په ۹۵۷ جریبه ځمکه کې د ۲۰۶۱۲۰ ټنه نفتو د زېرمه کولو وړتیا لري.

همدارنګه، د افغانستان د وګړو لپاره د انرژۍ د یوې مهمې سرچینې په توګه او د اوبلنو ګازو ارزښت ته په پام سره، شرکت هڅه کوي چې په آزاد بازار کې د اوبلنو ګازو په چمتو کولو له لارې، بیې په مناسبه کچه کنټرول کړي. دغه شرکت له ملي اقتصاد څخه د ملاتړ او د افغانانو د هوساینې په پار، هڅه کوي چې د هیواد په ټولو برخو کې په عادلانه او مساوي توګه تېل او ګاز وویشي. په همدې موخه یاد شرکت د هیواد په مرکز او ولایتونو کې د ۱۷۳۱۹ ټنه اوبلنو ګازو د زېرمه کولو وړتیا لري چې کابو ۴۳۶ جریبه ځمکه یې تر پوښښ لاندې نيولې ده.

وروستي تدارکات

ډیر ژر ...

وروستي خبرتیاوې

20240923073057_pe-purchase.webp
dasfasdf
  • 1403/07/02
  • 35
20240715100551_WhatsApp Image 2024-06-01 at 10.13.14_3ea88dec-min.webp

وروستي خبرونه

20250202080241_herat (1) (1).webp
20240924092045_pe-sales.webp
adsf
  • 1403/07/04
  • 35